کورپاڼه / ريکارډونه / د شل نړیوال جام د ډګر ساتنې ریکارډونه له کوم لوبغاړو سره دي؟

د شل نړیوال جام د ډګر ساتنې ریکارډونه له کوم لوبغاړو سره دي؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر مهیندرا سینګ ډهوني هغه لوبغاړی دی، چې تل د ویکټو تر شا ولاړ وي، یعنې ویکټ ساتوتکی دی، چې له همدې ځایه یې ترټولو زیات لوبغاړي هم سوځولي، نوموړي د ۳۲ لوبغاړو په سټمپولو لومړی مقام له ځان سره لري.

په یوه لوبه کې د ویکټو تر شا د زیاتو ستمپونو کولو په برخه کې ډهوني لومړي مقام لري، هغه دوه ځلې زیات سټمپونه کړي او ورپسې په ګډ ډول کامران اکمل، ادم ګیلکریسټ، میتیو پرایر، نیل او براین، ای بي ډيویلیرز، دنیش رامدن، رچمنډ متومبامي او کوانټن ډیکاک یو ځل ډېر سټمپونه کړي.

دغه راز په یو ټورنمنټ کې د ډېرو سټمپونو ریکارډ په ګډه توګه له ادم ګیلکریسټ، کمار سنګاکارا، کامران اکمل او ای بي ډیویلیرز سره دی، دوی په ترتیب په ۲۰۰۷، ۲۰۰۹، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کال نړیوال جامونو پرمهال ۹-۹ ځلې سټمپونه کړي.

په شل اوریز نړیوال جامونو کې د ترټولو زیاتو کیچونو ریکارډ له ای بي ډیویلیرز سره دی، نوموړي له ویکټ ساتنې پرته د ډګر ساتنې پرمهال ۲۵ کیچونه نېولي دي او په یوه لوبه کې د زیاتو کیچونه ریکارډ له ډیرن سیمي دی، هغه د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام پرمهال د ایرلېنډ خلاف څلور کیچونه اخیستي ول.

دغه راز په ټورنمنټ کې د ترټولو زیاتو کیچونو ریکارډ د استرالیایي لوبغاړو په برخه دی، مایکل هسي او ډیویډ وانر د ۲۰۱۰ کال د نړیوال جام پرمهال ۸-۸ کیچونه اخیستي ول.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …