کورپاڼه / ريکارډونه / د شل اوریز نړیوال جامونو پرمهال د توپ اچونې په برخه کې منفي او مثبت ریکارډونه

د شل اوریز نړیوال جامونو پرمهال د توپ اچونې په برخه کې منفي او مثبت ریکارډونه

په شل اوریز نړیوال جامونو کې د زیاتو ویکټو اخیستلو ریکارډ د پاکستان لوبغاړي شاهد افریدي سره دی، هغه د ۳۹ ویکټو په اخیستلو لومړی مقام خپل کړی او غوره توپ اچونه بیا د سریلانکایي لوبغاړي اجنتا مینډس ده، هغه د ۲۰۱۲ کال نړیوال جام پرمهال د زمبابوې خلاف پنځه ویکټې ترلاسه کړې.

په ټول ټورنمنټ کې د زیاتو ویکټو اخیستلو ریکارډ هم له اجنتا مینډس سره دی. هغه په یو ټورنمنټ کې ۱۵ ویکټې ترلاسه کړې وې. دغه راز هغه توپ اچونکی چې ډېر ځلې یې ۴-۴ لوبغاړي سوځولي، هغه پاکستانی سعید اجمل دی، هغه درې ځلې دا کارنامه ترسره کړې.

په توپ اچونه کې د ډېرو منډو ورکولو منفي ریکارډ بیا د سریلانکا یي لوبغاړي سنت جیسوریا سره دی، هغه د پاکستان پر خلاف په ۴ اورونو کې پرته له کومې ویکټې ۶۴ منډې ورکړې وې.

د شل اوریزو لوبو په تېرو نړیوال جامونو کې یوازې یو ځل هیټریک شوی یا درې پرلپسې ویکټې سوځېدلي، چې دا کارنامه د استرالیا د پخواني چټک توپ اچونکي بریټ په نوم ده، چې په ۲۰۰۷ کال نړیوال جام پرمهال یې د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړ.

د یادولو وړ ده، چې د سږني نړیوال جام پرمهال د شل اوریز نړیوال جام په تاریخ کې دویم هیټرک هم وشوه، دا هیټرک ایرلېنډ لوبغاړي کرټس کیمفر وکړ، هغه د هالېنډ په وړاندې دا ریکارډ پخپل نوم کړ.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …