کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د مانچسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالي ملاتړي په آی پي اېل کې د لوبډلې اخیستلو اراده لري

د مانچسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالي ملاتړي په آی پي اېل کې د لوبډلې اخیستلو اراده لري

د مانچسټر یونایټیډ مشهور فوټبال کلب مالي ملاتړي یا سپانسران په آی پي اېل کې د لوبډلې اخیستلو اراده لري. سرچینې وایي چې د یاد کلب بنسټ ایښودونکې کورنۍ ګلېرز په دې تړاو د هند کرکټ بورډ ته اړین اسناد هم لېږلي.

څه موده وړاندې د هند کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د آی پي اېل سیالیو راتلونکې پړاو لپاره به دوه لوبډلې زیاتوي او د اتو لوبډلو پرځای به په ۲۰۲۲ کال لس لوبډلې د آی پي اېل برخه وي.

په دې لړ کې د هند کرکټ بورډ اعلان وکړ، هغه شرکتونه چې د لوبډلو اخیستلو ته لېوالتیا لري، له دوی سره دې د اکتوبر تر ۲۰مې اړین معلومات شریک کړي او د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه به د لوبډلو بولي ترسره کړي.

اوس راپورونه وایي، په لومړي ځل د هند په تجارتي سیالیو کې د لوبډلې اخیستلو لپاره یو بهرني شرکت زړه ښه کړی. راپور زیاتوي د مانچسټر يونايټېډ کلب، چې کرېسټيانو رونالډو هم پکې لوبېږي، غواړي په آي پي اېل کې لوبډله واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د هند کرکټ بورډ له لورې یو شرط دا هم دی؛ که يو شرکت په بولۍ کې کاميابېږي نو په هند کې به هم د يوه شرکت جوړولو لپاره لاس په کار کېږي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …