تورخم دروازه چې پرون د هغه افغانانو پر مخ پرانیستل شوې ده، چې د پاکستان ویزې ولري، په موقت ډول نن د یو څه وخت لپاره یو ځل بیا تړل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، نن تورخم ته زرګونه خلک تللي دي او په دې هڅه کې دي چې پاکستان ته لاړ شي، چې له امله یې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.
د تورخم نه یو کس خپلواک وېبپاڼې ته وویل، چې تـا لـیـبـا نـو د خلکو د سمولو لپاره هوايي ډزې هم کړې دي، ځکه چې بېروبار زیات دی او کنټرول یې له لاسه وتلی دی.
د معلوماتو له مخې، د خلکو د زیات بېروبار له امله د تورخم دروازه یو ځل بیا د موقت وخت لپاره تړل شوې ده، له خلکو څخه غوښتنه شوې، چې تر څو نظم مراعت نه کړي، تر هغې پورې به دروازه بنده وي.
د یادولو وړ ده چې د تورخم دروازه د اوږدې مودې له بندېدو وروسته پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته له راتګ وروسته پرانیستل شوې ده.