کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رنویر سینګ او دپیکا پاډوکون هم په آی پي اېل کې د لوبډلې اخیستلو هوډ لري

رنویر سینګ او دپیکا پاډوکون هم په آی پي اېل کې د لوبډلې اخیستلو هوډ لري

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د هندي سینما مشهوره جوړه رنویر سینګ او دپیکا پاډوکون اراده لري، چې د آی پي اېل دوو نوو لوبډلو لپاره بولي ولګوي او یوه لوبډله پکې واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د بالیووډ مخکښ اداکاران شاه رخ خان او پریټي زنټا هم په آی پي اېل کې لوبډلې لري، چې شاه رخ خان د کلکته نایټ رایډرز او پریټي زنټا د پنجاب کینګز لوبډلې مالکه ده.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۲ کال آی پي اېل سیالیو ته دوه لوبډلې ور زیاته شي، چې ددې لپاره به درې ورځې وروسته د اکتوبر په ۲۵مه په دوبۍ کې بولي ترسره شي.

خو اوس ویل کېږي چې رنویر سینګ او دپیکا پاډوکون هم د یوې لوبډلې اخیستلو اراده لري. که چېرته د دپیکا د لوبو مخینې ته وکتل شي، نو د هغې پلار پرکاش پاډوکون د انګلستان د بیډمنټن اتل دی او بل لوری ته رنویر سینګ د (این بي ای) مشهور باسکټبال لیګ استازی دی او د اي پي اېل لوبډلو کې هم شامل دی.

د یادونې وړ چې د راتلونکې پړاو آی پي اېل سیالیو لپاره احمد آباد او لکنو لوبډلې ترټولو وړاندې دي او له دې وړاندې ورته شپږ ښارونه رانچي، لکنو، احمد آباد، ګوهاټي، رانچي او کټک شارټ لیست شوي ول.

دا هم ولولئ

کیچ اخیستل یا نېول داسې وي؛ جیک فریسر نړۍ حیرانه کړه+ویډیو

په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینګیډز، یعنې د محمد نبي او ظاهر خان …