د باليووډ فلمونو د مشهورو اداکارانو سیف علي خان او راني مکرجي د راتلونکي فلم (بنټي اور ببلي) لومړنۍ کومیډي ویډیو خپره شوې ده، چې خلکو ډېره خوښه کړې ده.
دا فلم د (بنټي اور ببلي) سیکویل یا بله برخه ده، چې د سیف علي خان او راني مکرجي ترڅنګ پکې سدهانت چترویدي او شاروري هم کار کړی دی.
د یش راج فلمز له خوا د دې جوړ شوي فلم یو ټیزر ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، چې راني او سیف پکې په خپل منځ کې خبرې کوي. دواړه یو بل نه پوښتنه کوي چې څومره وخت وروسته ګډ کار کوي.
It’s Bunty aur Babli vs Bunty aur Babli this time 🔥 TEASER OUT NOW. Trailer will be out on 25th October ♥️ Celebrate #BuntyAurBabli2 with #YRF50 only at a big screen near you on 19th November ’21 pic.twitter.com/odW5n6iLwf
— Yash Raj Films (@yrf) October 22, 2021
دوی چې کله خپل ارایش خلاص کړي، نو فلم جوړونکي ته ووايي چې دوی چمتو دي، چې په دې وخت کې سدهانت او شاروري هم راځي او هغوی هم غږ کوي چې دوی هم چمتو دي او په دې سیف او راني حېرانېږي او دواړه بیا خپلو خپلو کوټو ته په غصه کې ستنېږي.
د دې فلم ټریلر به د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شي او همدا راز دا فلم به د نومبر په ۱۹مه نېټه په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.