د سویلي افریقا مخکښ توپوهونکي تبریز شمسي د محمد نبي د توپ اچونې ستاینه کړې ده او ویلي یې دي چې څومره لسیزې به په دې کې تېرې شي چې د محمد نبي دا ریکارډ بل کوم توپ اچونکی مات کړي.
تبریز شمسي چې د نړیوالو یو ورځنیو توپ اچونکو په لړ کې لومړی مقام لري، د محمد نبي په اړه په خپل یو ټویټ کې لیکلي دي، چې څو لسیزې به تېرې شي چې یو توپ اچونکی په ۴ اورونو کې ۱ منډه ورکړي او د محمد نبي ریکارډ مات کړي چې په ۴ اورونو کې یې ۲ منډې ورکړی دي او ۳ ویکټې یې هم اخیستي دي.
هغه همدا راز محمد نبي ته لیکلي دي چې ښاغلیه ولسمشره، خېر دی نورو توپ اچونکو ته هم چانس ورکړه. همدا راز د خندا یوه ایموجي یې هم ورسره کارولې ده.
Right then…. how many decades (if ever) is it gonna take a bowler to bowl 4 overs for 1 run in a T20 to beat @MohammadNabi007 ‘s 4 overs for 2 runs.. not to forget the 3 wickets to go with it
Please give other bowlers a chance Mr President 🤣
— Tabraiz Shamsi (@shamsi90) October 21, 2021
د یادولو وړ ده چې د نړیوالو شل اوریزو لوبو لومړی مقام لرونکی الراونډر او د افغان لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي د ویسټ انډیز پر وړاندې زبردسته توپ اچونه ترسره کړې وه.
هغه په ۴ اورونو کې یوازې ۲ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي و، همدا راز دوه اورونه یې میډین هم ترسره کړي و. افغانستان په دغه تمریناتي لوبه کې د ۵۶ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه.