کورپاڼه / جالب / پاکستان کې یو سړی حکومت او عمران خان ته په ښېرا کولو نیول شوی

پاکستان کې یو سړی حکومت او عمران خان ته په ښېرا کولو نیول شوی

په پاکستان کې یو سړی پولیسو له دې امله نیولی دی، چې د پاکستان حکومت او لومړي وزیر عمران خان ته يې ښېرا کولې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، په مردان کې یو سړی چې له ګرانۍ څخه ډېر تنګ شوی و نو عمران خان او حکومت ته يې په لاسپیکر کې ښېرا کړې.

د دغه سړي یوه ویډیو خپره شوې ده چې د جومات په لاسپیکر کې له نورو خلکو، ښځو او ماشومانو هم غوښتنه کوي چې عمران خان او حکومت ته دې ښېرې وکړي.

کله چې په ټولنیزو رسنیو کې دغه ویډیو خپره شوه، نو د مردان پولیس په حرکت کې راغلل او دا سړی يې ونیولو.

د دغه کس له نیول کېدو وروسته د هغه یوه بله ویډیو هم خپره شوې ده، چې پکې وايي ګراني په هر حکومت کې زیاتېږي او په دې کې د عمران خان څه ګناه نشته.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …