کورپاڼه / کرکټ / آیا د سږني شل اوریز نړیوال جام له ځانګړتیاوو خبر یاست؟

آیا د سږني شل اوریز نړیوال جام له ځانګړتیاوو خبر یاست؟

سږ کال د شل اوریز نړیوال جامونو اووم پړاو لوبې د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۷مه پیل شوي، چې ټولې شپاړس لوبډلې پکې برخه لري، دا نړیوال جام د تېر په پرتله یو څه ځانګړی دی، چې دلته به یې ځانګړتیاوې ولولو.

شل اوریز نړیوال جام په دوو هېوادونو کې ترسره کېږي:
ټاکل شوې وه چې سږنی شل اوریز نړیوال جام په هند کې ترسره شي، خو هلته د کرونا د قضیو په سبب داسې ونه شول او د عمان او عربي اماراتو ته انتقال شو او دا لومړی ځل دی چې شل اوریز نړیوال جام په دوو هېوادونو کې ترسره کېږي.

په کوم هېواد کې چې پایلوبه ترسره کېږي، هغه په نړیوال جام کې نشته:
د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام دویمه ځانګړتیا داده، چې په کوم هېواد کې چې یې پایلوبه ترسره کېږي، هغه په نړیوال جام کې نشته او له دې وړاندې په هیڅ شل اوریز نړیوال جام کې داسې نه ول شوي. د سږني نړیوال جام پایلوبه په دوبۍ کې ترسره کېږي او عربي امارات د نړیوال جام برخه نه دی.

د لومړي ځل لپاره د ډي آر ایس سیستم:

د سږني نړیوال جام بله ځانګړتیا د ډي آر ایس یا ریویو سیستم دی او هره لوبډله به دوه-دوه ځلې د ریویو اخیستلو حق ولري. له دې وړاندې په پنځوس اوریز نړیوال جام دا سیستم و، خو دا لومړی ځل دی چې په شل اوریز نړیوال جام کې له دې سیستم ګټه اخیستل کېږي.

له اوږد ځنډ وروسته ترسره کېدل:
سږني نړیوال جام لپاره د کرکټ مینوالو تقریباً پنځه کال انتظار وویست، چې دا د تېرو نړیوالو جامونو په پرتله یو ځانګړتیا ده، ځکه شپږ نړیوال جامونه له دوو کلونو ځنډ وروسته ترسره کېدل.

په دویمه درجه هېوادونو کې د نړیوال جام ترسره کېدل او د نمیبیا او پاپو نیوګیني لومړي ځل لوبېدل:
دا لومړی ځل دی چې نړیوال جام د دویمه درجه هېوادونو په کوربتوب ترسره کېږي، له دې وړاندې کله داسې نه ول شوي. دغه راز د نمیبیا او پاپو نیوګیني لوبډلې د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې لوبېږي.

د نړیوال جام د لوبو شمېر:
په سږني نړیوال جام کې شپاړس لوبډلې ګډون کوونکي دي او ټولې ۴۵ لوبې ترسره کېږي، چې په تېرو نړیوال جامونو کې په دې اندازه لوبې نه وې شوې.

لومړي ځل وقفه او د لوبې تر پایلې معلومولو لپاره د سوپر اوور ترسره کېدل:
څو ورځې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د لومړي ځل لپاره په شل اوریزو لوبو کې د دمې یا د اوبو وقفې اجازه ورکړه او دا به د پاڼۍ په نیمایي یعنې د لسم اور له ختمېدو وروسته دوه نیم دقیقې ورکول کېږي او روزونکې هم مشوره ورکولی شي. دغه راز که چېرته لوبه مساوي شي، سوپر اور به کېږي او که سوپر مساوي شي بیا سوپر اور کېږي او تر هغې به دوام لري ترڅو د لوبې پایله معلومه شي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …