کورپاڼه / کرکټ / آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې د هند په کوربتوب د شل اوریز نړیوال جام اوه پړاو سیالۍ جریان لري، چې په دې سیالیو کې د لوبغاړو په زړه پورو نومونو د خلکو پام ځانته راړولی دی.

د پاپو نیوګیني لوبغاړی، هیري هیري (Hiri Hiri ):

د پاپو نیوګیني شپږویشت کلن الراونډر لوبغاړي هیري هیري تر اوسه پورې د خپلې لوبډلې لپاره په ۱۰ یوه ورځنیو او ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې برخه اخیستې او لومړی لوبغاړی دی چې نوم او تخلص یې یو ډول دی.

د نمیبیا لوبغاړی، پیکي یا فرانس (Pikki Ya France):


پیکي یا فرانس، چې یو دیرش کاله عمر لري، د نمیبیا د میډل آرډر توپ وهونکی دی، نوموړي تر اوسه پورې په ۱۰ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د نمیبیا اسازیتوب کړی دی.

د پاپو نیوګیني لوبغاړی، سیسي باو (Sese Bau ):

د پاپو نیوګیني لوبډلې میډل آرډر توپ وهونکی سیسي باو خپله د نړیوال جام لومړۍ لوبه د عمان پر وړاندې ترسره کړه، چې په ۱۳ توپونو یې ۱۳ منډې وکړې. نهه ویشت کلن سیسي باو تر اوسه پورې د پاپو نیوګیني لپاره په ۲۸ یوه ورځنیو او ۲۶ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې برخه اخیستې ده.

د هالېنډ لوبغاړی، باس دی لیدی (Bas de Leede):

یوویشت کلن ځوان لوبغاړي باس دی لیدی د هالېنډ له لورې په ۷ یوه ورځینو او ۱۳ نړیوال شل اوریزو لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب کړی دی، نوموړی د توپ وهنې ترڅنګ توپ اچونه هم کوي.

د نمیبیا لوبغاړی؛ جان نکول لوفتي ایټن (Jan Nicol Loftie-Eaton):

د نمیبیا شل کلن لوبغاړي جان نکول لوفتي ایټن نوم هم ځانګړې دی. نوموړی د ۲۰۰۱ کال د مارچ په ۱۵مه زېږېدلی دی، هغه تر اوسه د خپل لوبډلې لپاره ۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …