کورپاڼه / کرکټ / هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې استازیتوب وکړي، چې بیا ځینې لوبغاړي دې ارمان ته رسېږي او د ځینو هیلې نیمګړې پاتې کېږي، خو ځینې لوبغاړي بیا دومره خوش قسمته وي چې په نړیوال جام کې د یوې نه بلکې د دوو لوبډلو استازیتوب کوي.

نن ورځ درته د هغه خوش قسمته لوبغاړي په اړه معلومات درکوو، چې هغوی د یوې لوبډلې لپاره نه، بلکې د دوو بېلابېلو لوبډلو لپاره نړیوال شل اوریز جامونه لوبولي دي.

ډرک نینس: په دې نوملړ کې ترټولو لومړی نوم د ډرک نینس دی، چا چې په ۲۰۰۹ کال په انګلستان کې د ترسره کېدونکې شل اوریز نړیوال جام پرمهال د هالېنډ استازیتوب وکړ، خو بیا په ۲۰۱۰ کال د استرالیا له لورې ولوبېده.

ریلوف ون دیر ماروو: ریلوف ون دیر ماروو هم له هغه لوبغاړو له جملې څخه دی، چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونه لوبولي دي او د نوموړي ځانګړتیا داده چې درې شل اوریز نړیوال جامونو کې یې برخه اخیستې ده.

ریلوف ون دیر ماروو ترټولو وړاندې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال د نړیوال جامونو پرمهال د سویلي افریقا په ګټه ولوبېده او سږکال یې د هالېنډ په ګټه په نړیوال جام کې برخه واخیسته.

ډیویډ ویسي: په دې نوملړ کې بل نوم د ډیویډ ویسي دي، نوموړي په ۲۰۱۶ کال نړیوال جام پرمهال د سویلي افریقا په ګټه ولوبېده او سږ کال د نړیوال جام پرمهال د نمیبیا په ګټه لوبېږي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …