کورپاڼه / روغتيا / آیا مالش کول د ماشوم لپاره ګټور وي؟

آیا مالش کول د ماشوم لپاره ګټور وي؟

نوی زېږېدلی ماشوم د هغه ګل په څېر وي، چې هر څوک ورسره مینه لري، خو په کور کې نیا او نېکه هغه څوک دي چې له هر چا ډېر له کوچنیو ماشومانو سره زیاته مینه لري او ساتنه یې کوي، ترڅو ناروغ نشي.

دغه راز زموږ په ټولنه کې زړې ښځې د کوچنیو ماشومانو مالش کول اړین ګڼي او په دې باور وي چې په دې سره ماشوم ځواکمن راځي. یوه میرمن وایي چې زما ماشوم له وخته وړاندې زېږېدلي و، چې بیا ډاکتر ته لاړم او د مالش کولو اجازه مې وغوښته.

خو ډاکتر راته وویل چې کله یې وزن عادي حالت ته راغی نو بیا یې مالش کړه او په دې ماشوم پیاوړی کېږي. ښځه وایي چې ماته ډاکتر د مالش کولو ګټې بیان کړې چې دلته به ترې یادونه وکړو:

هغه ماشوم چې له وخته وړاندې پیدا شوي وي د هغوی پوستکی ډېر حساس وي او اوه سطحې یې نه وي بشپړې شوي، خو د ماشومانو په مالش کولو سره د هغوی پوستکی پیاوړتیا مومي او کلکېږي.

په مالش سره د ماشوم د وینې جریان تېزېږي او بدني سیستم ژر وده کوي. ډېری ماشومان په رګونو کې په زیاته اندازه اکسیجن لري چې د وخت سره کمېږي خو مالش یې ژر ښه کوي.

دا هم ولولئ

پنځه هغه لارې چارې چې له حساسیت څخه مو ساتي

حساسیت یوه داسې ناروغي ده چې کوم ځانګړی موسم نلري، بلکې هر وخت پېښېدلی شي. …