کورپاڼه / روغتيا / د ملنګا تخم یا دانې په دې استعمال کړئ او خپل وزن کم کړئ

د ملنګا تخم یا دانې په دې استعمال کړئ او خپل وزن کم کړئ

د ملنګا تخم یا دانې د اوړي موسم کې ډېرې استعمالېږي او بې شمېره ګټې هم لري. ملنګا په عموم کې په مشروباتو کې د ګټې اخیستنې وړ وي او په ګرمیو کې بدن ته سوړوالی بخښي او د وزن کمولو لپاره هم د استفادې وړ ګڼل کېږي.

خو ددې هرڅه سربېره ملنګا په بدن کې د پیاوړتیا پیدا کولو لپاره ډېر ګټور وي. دغه راز له یوې خوا په مشروباتو کې د بدن د سوړوالي لپاره استعمالېږي، خو ترڅنګ یې د معدې لپاره هم ګټور وی او تېزابیت یې کموي.

ملنګا دانې پخپل ترکیب کې اومیګا تري لري، چې د هضم لپاره مرستندویه ګڼل کېږي او تېزابیت هم کموي او ترڅنګ یې د خېټې او کولمو صفایي هم کوي، خوب ته هم ګټور او دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي.

هغه کسان چې د شکرې ناروغۍ او د وزن ډېرېدو په سبب اندیښمن وی، هغوی دې په دې نسخه عمل وکړي، په اوه ورځو کې به یې اضافي وزن کم شي. دا ترکیب کې لېمو کارول کېږي چې د میتابولیزم تېزوالي لپاره اړین وي.

ددې لپاره لپاره یو نیم ګیلاس اوبه راواخلئ، بیا پکې یوه کاچوغه د ملنګا دانې، یوه کاچوغه شات او یوه نیمه کاچوغه د لېمو اوبه واچوئ، ښه به یې سره ګډ کړئ او د ورځې په جریان کې یې استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …