کورپاڼه / روغتيا / آیا پوهېدئ چې جوار د کلیسترولو، هضم او وزن کمولو لپاره ګټور وي؟

آیا پوهېدئ چې جوار د کلیسترولو، هضم او وزن کمولو لپاره ګټور وي؟

د جوارو دانې د غذایي موادو په لرلو سره یوه روغتیا بخښونکې غذا ګڼل کېږي، په دې اړه د خوراکي توکو کارپوهانو ویلي، چې د جوارو په خوراک سره ګڼې روغتیایي ګټې ترلاسه کېږي.

د جوارو په جوړښت کې ویټامین بي۱ او ویټامین بي۵ شتون لري، چې بدن ته پیاوړتیا وربخښي او د نوو حجرو په جوړولو کې مهم رول لوبوي. دغه راز د ویټامین سي په لرلو سره دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ناروغیو مخنیوی کوي.

جوار پخپل جوړښت کې په زیاته فایبر لري چې بدن ته پیاوړتیا ورکوي، په وینه کې د کلیسترولو کچه برابروي او د هاضمې سیستم فعالیتونه ښه کوي، چې بیا د قبض مخنیوی ممکنوي.

بل لوري ته د بدن لپاره بې شمېره اړین ویټامینونه او اړین منرالونه لکه زنک، میګنیزیم، میس، اوسپنه او مینګیز هم برابروي. هغه کسان چې د شکرې او د وینې فشار ستونزې لري، هغوی دې جوار ضرور استعمال کړي.

هغه کسان چې د وزن کمولو لپاره له غذایي رژیم څخه اخلي، د هغوی لپاره د جوارو پولۍ غوره انتخاب دی، ځکه چې جوار فایبر او منرالونه لري چې تر ډېره پورې د لوږې احساس کموي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …