کورپاڼه / جالب / هغه ښځه چې له ۶۵ کلونو راهیسې خاورې خوري خو بیاهم روغه، جوړه ده

هغه ښځه چې له ۶۵ کلونو راهیسې خاورې خوري خو بیاهم روغه، جوړه ده

آیا له چا مو اورېدلي دي چې د خاورې خوړل د روغتیا لپاره ښه وي؟ ښکاره خبره ده چې داسې څه به مو نه وي اورېدلي ځکه چې خاوره د خوراک شی نه دی، خو په نړۍ کې داسې ډېر خلک شته چې د حیرانوونکو خوراکونو په سبب شهرت لري.

په دې لړ کې یوه داسې زړه ښځه هم شته، له تېرو پنځه شپېته کلونو راهیسې د ښې روغتیا لپاره خاورې خوري او په حیرانوونکې توګه هغه اوس هم بالکل روغه، جوړه ده.

دغه زړه ښځه کسماوتي نومېږي او د هند اوسېدونکي ده. کسماوتي ویلي دي چې د پنځلس کلنۍ په عمر یې په خېټه کې ناڅاپي درد راغی او چا ورته د درملنې لپاره د خاورې خوراک توسیعه کړ، چې بیا یې په حیرانوونکې توګه درد هم آرامه شو او له هماغه راهیسې خاورې خوري.

نوموړې هره ورځ تر دوو کیلو پورې خاورې او شګې خوري، خو تر اوسه پورې نه یې ورته زیان رسولی او نه ډاکتر ته د تګ لپاره مجبوره شوې ده.

بل لوري ته ډاکتران او روغتیاپالان په دې اړه د حیرانۍ احساس کوي او وایي چې څنګه له دومره ډېرو کلونو په تېرېدو او د خاورې په خوړلو بیاهم کسماوتي روغه، جوړه ده.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …