کورپاڼه / خپلواک / شپاړس ساعته روژه ونیسئ او ترټولو لویه ستونزه مو حل کړئ

شپاړس ساعته روژه ونیسئ او ترټولو لویه ستونزه مو حل کړئ

ویل کېږي کله چې وزن ډېر شي نو معده هم ورسره غټېږي او د لوږې کابو کول ستونزمنېږي، په دې دوران کې د ځینو کسان بدن غذایي رژیم نه قبلوي او د وزن کمېدل درېږي او لوږه هم نه کابو کېږي.

د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې د شپاړس ساعته روژې په نېولو سره په بدن کې ځینې داسې انزایمونه پیدا کېږي، چې نه یوازې وزن کموي بلکې لوږه هم کابو کوي او په حیرانوونکې توګه له دریو تر یوویشت اوونیو پورې ډېر وزن کموي.

ددې اصول دادي، که چېرته د شپې اته بجې مو وروستۍ ډوډۍ وخوړه، نو په سبا د ورځې له دولس بجو وړاندې هیڅ هم مه خورئ او اته ساعت به د خوراک لپاره ولرئ او په یادو شپاړس ساعتونو کې اوبه یا شین چای څښلی شئ.

له دې ډول روژې سره، که څه د اسلام د اصولو مطابق روژه نه ده، په خوراک کې کاربز کم کړو، نو په یوه میاشت کې به تر اتو کیلو پورې وزن کم کړای شو او دماغ او بدن به مو هم پیاوړی شي.

کله چې دولس ساعت پوره شي او هیڅ شی ونه خورو نو له بدن څخه مو داسې انزایم خارجېږي چې د بدن وازده د انرژۍ په توګه په استعمال راولي او دا چاره په شپاړس ساعتونو کې پای ته رسېږي.

دا هم ولولئ

زموږ له کهکشان آخوا یوه نوې سیاره موندل شوې

زموږ له کهکشان څخه اخوا یوه داسې نوې سیاره موندل شوې، چې د خپل ستوري …