کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / د ایپل نوې آله او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو په زړه پورې تبصرې

د ایپل نوې آله او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو په زړه پورې تبصرې

د ټیکنالوژۍ په برخه کې مخکښ شرکت ایپل د خپل موبایلونو او نورو توکو د پاکولو لپاره ځانګړې ټوټه (پالشنګ کلات) جوړه کړې او خرڅلاو ته یې وړاندې کړې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د ټیکنالوژۍ مشهور امریکایي شرکت ایپل له لورې د تېرې دوشنبې په ورځ دوه نوي تولیدات (میک بک پرو ۱۴ او میک بک پرو ۱۶) خرڅلاو ته وړاندې شول.

د میک بک پرو ۱۴ شاوخوا ۱۷۵ زره او د میک بک پرو ۱۶ قیمت تقریباً ۱۹۰ زره افغانیو ته رسېږي. سره له دې ایپل دوه لوړ بیه لیپټاپ خرڅلاو ته وړاندې کړي، خو بیاهم د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د یاد شرکت په هغه ټوټه په زړه پورې تبصرې کړی، چې د لیپټاپ پاکولو لپاره یې جوړې کړي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي، د هر ډول آلې د پاکولو لپاره له شل، دیرشو نېولي تر دوه سوه افغانیو پورې ډېره غوره او نرمه ټوټه موندل کېږي، نو څوک لېوني دي چې د دوه زره افغانیو په ارزښت کوچنۍ ټوټه اخلي.

یو بل شخص بیا لیکلي، آیا په دې سره اوښکې درېدلی شي؟ یو بل بیا لیکلي دي چې ایپل دغه ټوټه ځکه خرڅلاو ته وړاندې کړې چې میک بک پرو قیمت ته په کتلو خپلې اوښکې پاکې کړي.

دا هم ولولئ

د آیفون ۱۳ د وړاندې کولو نېټه هم په ډاګه شوه

د ټیکنالوژۍ د لوی شرکت ایپل له لورې د آیفون ۱۳ موبایلونو د وړاندې کولو …