کورپاڼه / هنر او کلتور / د عامر خان نوي تلویزوني اعلان جنجال راپورته کړی

د عامر خان نوي تلویزوني اعلان جنجال راپورته کړی

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښ اداکار عامر خان نوي تلویزوني اعلان په هند کې جنجال راپورته کړی او په هندوانو کې د ګډوډۍ خپرولو لامل ګرځېدلی.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د عامر خان نوي تلویزون اعلان پر وړاندې د هند (بي جی پي) ګوند پارلمان غړي اننت کمار هیج غبرګون ښودلی او اعلان جوړونکې شرکت ته یې لیک استولی.

آننت کمار شرکت ته په لیک کې لیکلي دي، چې ددې ډول اعلاناتو په سبب په هندوانو کې ګډوډي رامنځته کېږي.

دغه راز نوموړي له شرکت څخه هیله کړې چې په راتلونکې کې له دا ډوا اعلاناتو سره پام کوي، ترڅو د هندوانو احساساتو ته زیان ونه رسوي.

د یادونې وړ ده چې په یاد اعلان کې عامر خان خلکو ته پیغام ورکړې چې پـټـاکـۍ مه الوزئ، دا ښه کار نه دی، خو بله خوا هندوان د دیوالي په نوم یو جشن لري، چې په دې جشن کې ښې پـټـاکـۍ الـــوزول کېږي.

دا هم ولولئ

د اکشي کمار فلم د شاه رخ خان او رنویر سینګ فلمونه شاته پرېښودل

د بالیووډ فلمي لوبغاړي اکشي کمار نوي فلم (سوریا ونشي) په باکس افس د رنویر …