د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او پیاوړی توپ وهونکي ویرات کوهلي په شل اوریز نړیوال جام کې د سترې سیالۍ (هند او پاکستان لوبې) په اړه د خپلې وېرې او اندیښنې په اړه څرګندونې کړي دي.
ویرات کوهلي په ډېر خندوونکي یا مسخره ییز ډول د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې په اړه ټویټ کړی دی. نوموړي پر ټولنیزه رسنۍ یو عکس خپور کړی او کنایي ډول یې تبصره کړې ده.
کوهلي د خلکو له لورې کېدونکې پوښتنه لیکلې ده، چې د یکشنبې په ورځ د کېدونکې د ترټولو سترې سیالۍ لپاره به وېرېدلی نه یې؟ او د خپل شرکت (Wrogn) شرټ یې په تن کړی او په اشاره یې ځواب ورکړی دی.
بل لوري ته د ویرات کوهلي له یاد عکس څخه دا مطلب اخلي، چې د یکشنبې ورځ د کېدونکې لوبې لپاره بالکل د وېرې احساس نه کوي.
د یادونې وړ ده چې په شل اوریز نړیوال جام کې کوهلي د پاکستان پر وړاندې ښه ریکارډ لري، نوموړي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کال نړیوال جام پرمهال د پاکستان خلاف نیمه سلیزې جوړې کړي او هند ته یې بریا ور په برخه کړې ده.