د ویسټ انډیز کرکټ ملي پخواني توپ اچونکي او مبصر این پیشپ ویلي دي، چې په نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبډلې تر نیمه پایلوبې پورې رسېږي.
نوموړي ویلي دي، چې هند، پاکستان، نیوزیلېنډ او ویسټ انډیز کولی شي د سږني نړیوال جام تر نیمه پایلوبې پورې ورسېږي او حتی اتلولي هم خپلولی شي.
له دې وړاندې د پاکستان پخواني لوبغاړي او مبصر بازید خان ویلي ول، چې هند او پاکستان به له څلور هغه لوبډلو څخه وي، چې د نړیوال جام تر نیمه پایلوبې به رسېږي.
دغه راز د استرالیا چټک توپ اچونکي بریټ لي هم ویلي ول، چې سږني نړیوال جام هند پنځه نوي سلنه تر پایلوبې د رسېدو چانس لري او حتی اتلولي هم خپلولی شي.
د یادونې وړ ده چې د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د هند په کوربتوب په عمان او متحده عربي اماراتو کې روانې دي، چې پیچونه او ویشتنځایونه به د هند لخوا جوړېږي.