کورپاڼه / کرکټ / د هند او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو لوبو مخینه او سیالیو ته یې لنډه کتنه

د هند او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو لوبو مخینه او سیالیو ته یې لنډه کتنه

په شل اوریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان ترمنځ لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره کېږي. دې لوبې ته نه یوازې نه یوازې په هند او پاکستان کې ډېر خلک په تمه دي، بلکې د کرکټ نړي ټول مینوال په تمه دي.

که چېرته د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو مخینې ته وکتل شي، نو دواړو لوبډلو تر اوسه پورې اته ځلې مخ شوي، چې پاکستان یوازې یو ځل بریا ترلاسه کړې او دا یوازینۍ بریا یې هم د ۲۰۱۲ کال دسمبر کې د هند په بېنګلور کې په ۵ ویکټو خپله کړې وه.

په نړیوال شل اوریز جامونو کې دواړه لوبډلې پنځه ځلې سره مخ شوي او لومړۍ لوبه یې د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام پرمهال ترسره کړې، چې لوبه د ۱۴۱-۱۴۱ منډو په کولو مساوي شوه، چې بیا وریندر سهواګ، هربجن سینګ او رابن اوتاپا ویکټې په توپ وویشتلې او د پاکستان لخوا یاسر عرفات، عمرګل او شاهد افریدي ویکټ ونه ویشتله او ماتې وخوړه.

له دې لوبې لس ورځې وروسته د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام پرمهال دواړه لوبډلې بیا سره مخ شوې، چې پاکستان بیا ماتې وخوړه. دواړه لوبډلې د ۲۰۱۲ کال نړیوال جام پرمهال بیا سره مخ شوې، چې هند په ۸ ویکټو بریا ترلاسه کړې وه.

بیا په ۲۰۱۲ کال پاکستان، هند ته لاړ، چې بیا په بېنګلور کې دوو شل اوریزو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه پاکستان په ۵ ویکټو وګټله او دویمه هند په ۱۱ منډو خپله کړه. په ۲۰۱۴ کال نړیوال جام پرمهال پاکستان، هند د ۱۳۱ منډو هدف ورکړ، چې هغوی په ډېرې آسانۍ د درې ویکټو په زیان ترلاسه کړ.

بیا په ۲۰۱۶ کال دواړه لوبډلې په اسیا کپ کې سره مخ شوې، پاکستان هند ته د ۸۴ منډو هدف ورکړ، چې هغوی د پنځه ویکټو په زیان پوره کړ. دغه راز د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام پرمهال هم هند پاکستان ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ غوره توپ وهونکی ویرات کوهلي ګڼل کېږي، هغه په شپږ لوبو کې د ۲۵۴ منډو په لرلو لومړی، شعیب ملک د ۱۶۴ منډو په لرلو دویم او محمد حفیظ د ۱۵۶ منډو په لرلو دریم مقام لري. دغه راز عمر ګل د ۱۱ ویکټو په اخیستلو لومړی، عرفان پټان د ۶ ویکټو په اخیستلو دویم او محمد آصف د ۵ ویکټو په لرلو دریم مقام لري.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …