کورپاڼه / هنر او کلتور / جاوید امیرخېل: په ژوند کې له هرې سختې سره مبارزه پکار ده

جاوید امیرخېل: په ژوند کې له هرې سختې سره مبارزه پکار ده

مشهور افغان سندرغاړي جاوید امیرخېل ویلي دي، په ژوند کې له هرې سختې او ستونزې سره مبارزه پکار ده.

جاوید امیرخېل، چې په پښتو او دري ژبو یې ډېر مشهورې سندرې ویلي، پخپل غږ او حماسي سندرو یې د افغان وېده شعور د بېدارولو هڅه کړې او پخپل ملکوتي غږ یې د مظلومو افغانانو غږ پورته کړی.

نوموړي که له یوې خوا د خپل غږ او سندرو په مرسته د مینې، ژوند، وطن دوستۍ او د آنا پیغام خپلو مینوالو او افغانان ته رسولي، نو له بلې خوا پر ټولنیزو رسنیو هم فعاله دی.

نوموړي اوس پر خپله فیسبوکپاڼه مینوالو ته د ښې روغتیا او ورزش کولو پیغام ورکړی او لیکلي یې دي:((په ژوند کې له هرې سختې سره مبارزه پکار ده))

هغه دغه راز زیاته کړې ده:((متل دی وایي زور په زاریو نه کمېږي؛ مونږ تاسې تر هر چا قوي خلک یو باید ډبرین سړي اووسو.))

دا هم ولولئ

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې …