کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نمیبیا، ایرلېنډ په ماتې ورکولو سره سوپر (۱۲) ته لار وموندله

نمیبیا، ایرلېنډ په ماتې ورکولو سره سوپر (۱۲) ته لار وموندله

نمیبیا لوبډلې د لومړي پړاو پخپله وروستۍ لوبه کې د ایرلېنډ لوبډله له ماتې سره مخ کړه او د سوپر (۱۲) پړاو ته لار وموندله او له افغانستان، هند، پاکستان، نیوزیلېنډ او سکاټلېنډ لوبډلو سره په ګروپ کې شامله شوه.

دغه لوبه، چې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه د ایرلېنډ لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

ایرلېنډ په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو د نمیبیا لوبډلې د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې پال سټرلینګ ۳۸ او کیون اوبراین ۲۵ زیاتې منډې وکړې. د نمیبیا لپاره جان فرلینک درې او ډیویډ ویسي دوه لوبغاړي وسوځول.

نمیبیا لوبډلې یاد هدف په ۱۸.۳ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ایرلېنډ ته یې د ماتې په ورکولو د سوپر (۱۲) پړاو سیالیو ته لار وموندله.

د نمیبیا لپاره ګیرهارډ ایراموس ۵۳ او ډیویډ ویسي ۲۸ زیاتې منډې وکړې او د ایرلېنډ لپاره کریټس کیمفر دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …