کورپاڼه / روغتيا / آیا د پروټین پوډر استعمالول ګټور وي؟

آیا د پروټین پوډر استعمالول ګټور وي؟

ډېر وخت هغه ځوانان چې له ورزش او بدن جوړونې سره مینه لري، د پروټینو پوډر استعمالوي. جیم ته د تګ پرمهال یا بېرته راتګ پرمهال د دوه ګلاسو پروټینو پوډر استعمالول عام دي، خو پوښتنه داده چې دغه چاره د روغتیا لپاره څنګه ده؟

څېړونکې وایي چې په ځوان نسل کې د پروټین پوډر استعمال ورځ تر بلې ډېرېږي، چې صحت مندانه چاره نه ده، که څه هم د پروټین پوډر د پروټین ترلاسه کولو یوه ښه ذریعه ده، خو ډېر استعمال یې د بدن پروټین ډېروي او منفي اغېزې کوي.

روغتیاپالان او د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د ورزش او فټنس ټرینران ورزشکارانو ته د باډي جوړولو لپاره د پروټین پوډر توسیعه کوي، چې په پایله کې د عضلو د پیاوړي کولو ډېر شمېر کسان نور خوراکي توکي نه کاروي، چې بیا پر روغتیا او روان منفي اغېزې کوي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د فټنس ټرینران خپلو ورزشکارانو ته دا نه وایي چې هغوی باید څومره پروټین پوډر وکاروي. پروټین د روغتیا لپاره ښه وي خو ډېر استعمال یې زیانمن وي.

دوی زیاتوي که چېرته د پروټین پوډرو پرځای هغه خوراکي توکي استعمال کړو، چې پروټین لري، د بېلګې په توګه شېدې، غوښه، هګۍ، ماهي او دال، مثبتې او حیرانوونکې پایلې لري، خو بیاهم که څوک د پروټین پوډر استعمال هغوی دې ۴۵-۵۵ ګرامه پروټین په ورځ کې استعمال کړي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …