کورپاڼه / ريکارډونه / سریلانکا یو ځل بیا خپل ریکارډ راتازه او هالېنډ لوبډله یې په لږو منډو وسوځوله

سریلانکا یو ځل بیا خپل ریکارډ راتازه او هالېنډ لوبډله یې په لږو منډو وسوځوله

سریلانکا لوبډله یو له هغه لوبډلو له جملې څخه ده، چې په شل اوریز نړیوال جامونو کې ډېر ریکارډونه له ځان لري او لوبغاړي یې منفي ریکارډونه هم له ځان سره لري.

خو بیاهم یاده لوبډله په نړیوال شل اوریز جام یو داسې ریکارډ لري، چې تر اوسه چا نه دی مات کړی او نن یې بیاهم هماغه ریکارډ راتازه کړ.

سریلانکا د ۲۰۱۴ کال نړیوال شل اوریز جام پرمهال د هالېنډ لوبډله په ۱۰.۳ اورونو کې په ۳۹ منډو سوځولې وه، چې دغه ریکارډ چا نه و مات کړی او نن ورځ یې یو ځل بیا هماغه ریکارډ د هالېنډ بیا راتازه کړ.

هالېنډ لوبډلې نن د نړیوال جام د اول پړاو وروستۍ لوبه کې د سریلانکایي توپ اچونکو پر وړاندې په میدان پاتې نه شوه او ټول لوبغاړي یې په ۱۰ اورونو کې له لاسه ورکړل.

د سریلانکا لپاره لیهرو کمارا ۳ اورونو کې ۷ منډې ورکړې او درې لوبغاړي وسوځول. ونیندو هسرنګا بیا ۳ اورونو کې ۹ منډې وکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول او ترڅنګ یې مهیش تیکشینا دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادولو وړ ده، چې د سریلانکا دوه لوبغاړي دلشان او جیسوریا په نړیوال شل اوریز جام کې منفي ریکارډ لري، دلشان د شاهد افریدي سره یو شان پنځه-پنځه ځلې په صفر سوځېدلی او جیسوریا ۴ اورونو کې پرته له ویکټې ترټولو زیاتې ۶۴ منډې ورکړي.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …