کورپاڼه / هنر او کلتور / ولې اداکار سنجیو کمار واده نه و کړی؟

ولې اداکار سنجیو کمار واده نه و کړی؟

د هندي سینما اداکار انجو مهانیدرو یو ځل ویلي ول چې مرحوم سنجیو کمار په ښځو کې ځانګړی شهرت درلود او د هغه پر شاوخوا به هر وخت ښکلې انجونې تاوېدې.

نوموړي په مرکه کې ویلي، ډېر شمېر ښځو یا انجونو ددې لپاره چې د هغه پام ځانته واړوي، ډالۍ به یې ورکولې او ځینې یې په مینه کې سمې لېونۍ وې.

خو کله چې سنجیو کمار یوې انجلۍ ته لږ پام واوښت نو یو ملګري یې ورته وویل، چې دا خو ستا دولت او شتو سره مینه لري. دلته باید یادونه وکړم چې د سنجیو کمار اصلي نوم هاریهار جیټا لعل چړي والا و او هغه ټول ژوند په مجردۍ کې تېر کړی دی.

په دې دوران کې نوموړي له ډېرو انجونو سره اړیکې جوړې شوې، چې هیما مالني او سولکشنا پنډټ هم پکې شاملې وې. هیما خو له درمیندر سره واده وکړ او سولکشنا پنډت بې واده پاتې شوه.

انجو زیاتوي، هر ځل به چې د سنجیو له کومې انجلۍ سره اړیکه جوړه شوه، نو ملګرو به ورته ویل چې دا ستا دولت ته غله ده او هغه به هم ومنله، یو ځل ما ورته وویل که دا حال وي نو ته واده نشي کولې، خپله وګوره او بیا پرېکړه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې سنجیو کمار په ۷۰یمه لسیزه کې فلمي کیریر پیل کړ او په ډېرو مشهورو فلمونو کې کار وکړ او په ۱۹۸۵ کال د ۴۷ کلونو په عمر د زړه د حملې په سبب په داسې حال کې مړ شو، چې نه یې کور درلود او نه یې واده کړی و.

دا هم ولولئ

د اکشي کمار فلم د شاه رخ خان او رنویر سینګ فلمونه شاته پرېښودل

د بالیووډ فلمي لوبغاړي اکشي کمار نوي فلم (سوریا ونشي) په باکس افس د رنویر …