کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا د اول پړاو وروستۍ لوبه په ریکارډ جوړولو سره وګټله

سریلانکا د اول پړاو وروستۍ لوبه په ریکارډ جوړولو سره وګټله

سریلانکا لوبډلې د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د ریکارډ په جوړولو سره پای ته ورسوله او د سوپر (۱۲) سیالیو ته په لوړ مقام سره داخله شوه.

دغه لوبه چې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د هالېنډ او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه، هالېنډ په لومړۍ توپ وهنې سره په ۱۰ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او سریلانکا ته یې د ۴۵ منډو هدف وټاکه.

د هالېنډ له لورې کولین اکیرمان ۱۱ ترټولو زیاتې منډې وکړې او د سریلانکا لپاره لیهرو کمارا ۳ اورونو کې ۷ منډې ورکړې او درې لوبغاړي وسوځول. ونیندو هسرنګا بیا ۳ اورونو کې ۹ منډې وکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول او ترڅنګ یې مهیش تیکشینا دوه لوبغاړي وسوځول.

سریلانکا لوبډلې یاد هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو په ۷.۱ اورونو کې لاسته راوړ او هالېنډ ته ستر ماتې ورکړه، چې له ډلې کوشال پریرا ۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې دا دویم ځل دی چې سریلانکا د هالېنډ لوبډله په کومو منډو راټولوي، له دې وړاندې د ۲۰۱۴ کال نړیوال شل اوریز جام پرمهال هم په ۱۰.۳ اورونو کې په ۳۹ منډو سوځېدلې وه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …