کورپاڼه / هنر او کلتور / ساره علي خان، امیت شاه ته مبارکي ورکړه، خو ګرانه ورته تمامه شوه

ساره علي خان، امیت شاه ته مبارکي ورکړه، خو ګرانه ورته تمامه شوه

د هندي سینما ځوانې او مخکښې اداکارې ساره علي خان ته د کورنیو چارو وزیر امیت شاه ته د زوکړې ورځې مبارکي ورکول ګرانه تمام شوه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، ساره علي خان پر خپله ټویټرپاڼه د هند کورنیو چارو وزیر امیت شاه ته د زوکړې ورځې مبارکي ورکړه. نوموړې ته دا چاره هغه وخت ګرانه تمام شوه، کله چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د هغې پر ټویټ تبصرې وکړې.

په حقیقت کې ډېرو کاروونکو د ساره علي خان له مبارکۍ د شاه رخ خان د زوی آریان خان نېول او اننیا پاډی څخه د پوښتنو ګروېږنو مطلب واخیست. یو لیکلي چې ساره علي خان ځکه امیت شاه ته مبارکي ورکوي چې بالیووډ د نــــشـــه یـــي توکو پر ضد د مبارزې ادارې تر څار لاندې دی.

دغه راز ځینو بیا د ساره علي خان دا مبارکي د نوموړې د نېکو هېلو د خپلولو هڅه ګڼي او وایي چې دا کار یې ځکه کړی چې ترڅو د یادې ادارې لخوا خوندي وي.

ساره علي خان د کورنیو چارو وزیر په نوم پیغام کې ویلي دي چې د کورنیو چارو مرکزي وزیر امیت شاه جي ته دې زوکړه مبارک وي او نېکې پیرزوینې دې ومني.

دا هم ولولئ

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې …