کورپاڼه / کرکټ / سریش رینا: د هند او پاکستان ترمنځ لوبه یوه عادي لوبه نه ده

سریش رینا: د هند او پاکستان ترمنځ لوبه یوه عادي لوبه نه ده

د هند کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی سریش رینا ویلي دي، د شل اوریز نړیوال جام پرمهال به د هند او پاکستان لوبډلې ترمنځ لوبه یوه عادي لوبه نه ده.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس، سریش رینا ویلي دي چې د پاکستان او هند ترمنځ لوبه یوه عادي لوبه نه ده او ددې لوبې پرمهال د ټولو زړونو درزا تېزېږي.

نوموړي ویلي دي، د هند او پاکستان لوبغاړي له لوبې وړاندې وایي چې دا یوه عامه لوبه ده خو په حقیقت کې داسې نه ده.

سریش رینا، چې تر اوسه پورې یې په ۲۲۶ یوه ورځنیو لوبو او ۷۸ نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې د هند استازیتوب کړی، ویلي دي چې د لوبې پرمهال به پر دواړو لوبډلو فشار وي او هغه لوبډله چې پر فشا برلاسی وي، هغه به بریالی وي.

راپور زیاتوي، په کوم لوبغالي چې د هند او پاکستان ترمنځ سبا ورځ لوبه ترسره کېږي، هغه پاکستان له ۲۰۱۶ راهیسې شپږ لوبې کړي او ټولې یې ګټلې دي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …