کورپاڼه / کرکټ / سارو ګنګولي: دا نشي کېدلی چې هند دې هر وخت د لویو ټورنمنټونو اتلولي خپله کړي

سارو ګنګولي: دا نشي کېدلی چې هند دې هر وخت د لویو ټورنمنټونو اتلولي خپله کړي

د هند کرکټ بورډ مشر او پخوانی لوبډلمشر سارو ګنګولي ویلي دي، دا نشي کېدلی چې هند دې هر وخت د لویو ټورنمنټونو اتلولي خپله کړي.

سارو ګنګولي له یوه تلویزونې خپرونې سره په خبرو کې ویلي دي چې په نړیوال جام کې ډېر ځلې هند او پاکستان سره مخ کېږي. هغه زیاته کړې ده چې ډېر وخت د دواړو لوبډلو له لوبې ټورنمنټ پیلېږي او د ټکټونو غوښتنه یې هم ډېره وي.

هغه ویلي، ما هیڅکله د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې پرمهال د فشار احساس نه دی کړی او زیاته کړې یې ده چې کرکټ به هغه وخت ښه شي، چې ټول بورډونه په مالي لحاظ ښه وي.

ګنګولي دغه راز ویلي، چې دا نشي کېدلی چې هر وخت دې هند د سترو ټورنمنټونو اتلولي وګټي، خو په نړیوال جام کې د هند ریکارډ ښه دی، یو وخت داسې و چې پاکستان لوبډله برلاسې وه، خو اوس هندۍ لوبډله برلاسې ده.

د یادولو وړ ده، چې په تېرو شپږو شل اوریزو نړیوال جامونو کې هند او پاکستان سره پنځه ځلې مخ شوي او پنځه واړه ځلې پاکستان ماتې خوړلې ده.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …