کورپاڼه / روغتيا / سهار په تشه ګېډه د کېنو جوس وڅښئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

سهار په تشه ګېډه د کېنو جوس وڅښئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

روغتیاپالان وایي د کېنو جوس د پوستکي د ښکلا او ډېرو ناروغیو ته ګټور وي او که چېرته په نهاره دغه جوس استعمال شي نو د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي او د ناروغیو او میکروبونو څخه مخنیوی کوي.

کېنو چې په عام ډول د ژمي په موسم کې ترلاسه کېږي، د بدن لپاره ډېرې زیاتې روغتیایي ګټې لري. دغه راز د کېنو جوس هم له هغه څښاک څخه دي، چې د ناشتې پرمهال استعمالېږي او د ګڼو غذایي توکو څخه ډک څښاک دي، چې د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي.

د کېنو جوس په ډېره زیاته اندازه ویټامین سي لري، چې د دفاعي سیستم په قوت او د موسمي ناروغیو څخه په مخنیوي کې ګټور تمامېږي. دغه راز د کېنو د انټي اکساید او ویټامین سي شتون د پوستکي د ښکلا سبب کېږي، ګونځي یې له منځه وړي او د ځوانکو مخنیوی کوي.

په کېنو کې په طبیعي ډول کلسیم شتون لري، چې د هډوکو د قوت سبب کېږي. نو ددې لپاره چې هډوکي مو ځواکمن وي، باید د کېنو جوس استعمال کړئ. کېنو پخپل ترکیب کې سایټریټ لري، یعنې د کېنو د جوسو استعمال د کلسیم اکسلیټ د تیږو مخنیوی کوي او د ګردو درد له منځه وړي.

د کېنو جوس بیخي کمه کالوري لري، نو د جوسو په څښلو به یې تر ډېره د لوږې احساس نه کوئ او په همدې ډول به مو وزن کم شي. د بدن اوبه پوره ساتي او زهرجنې مادې له بدن څخه باسي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …