رامشا شفا، چې د هېواد له وتلو او مشهورو سندرغاړو څخه دی او اوسمهال په امریکا کې د ژوند شپې او ورځ سبا کوي، پخپل تازه پوسټ کې ویلي، چې د اکتوبر په ۲۰مه یې د زوکړې ورځ وه او په لمانځلو یې ۴۸۰۰۰ ډالر لګښت راغی.
نوموړې پخپله فیسبوکپاڼه زیاته کړې ده، یو وخت داسې هم و، چې د پیسو د نه شتون په سبب مې خپله د زوکړې ورځ نشوه لمانځلی.
هغې ویلي دي، په مالي لحاظ مې نشو کولی چې په کوم هوټل یا ریستورانت کې د خپلې زوکړې مراسم ونیسم. خو زیاتوي چې هیڅکله مې د ناهیلۍ احساس نه کړی او هیله مې لرله چې یوه ورځ به د خپلو خواریو او زخمتوتو پایله وینم.
هغه انجلۍ چې څو ځلې فکر کاوه چې د زوکړې مراسم به په ۱۰ ډالرو ولمانځي، اوس یې د زوکړې مراسم لګښت ۴۸۰۰۰ امریکایي ډالره دی.
د یادونې وړ ده، رامشا شفا تازه ۲۹ کلنه شوې ده، نوموړې څو ورځې وړاندې له یوه ایراني سره، چې د هغې منیجر هم دی، واده کړی دی.