د ترسره شوو څېړنو پر خلاف اوس ساینسپوهانو موندلې چې د وچو مېوو، زړو او بوټو تېل یا غوړي خوړل د بېلابېلو ناروغیو په سبب د مړینې خطر کموي.
څېړنه وایي چې د بوټو او زړو غوړ د زړه ناروغیو او سرطان څخه مخنیوی کوي. دغه څېړنه د ایراني څېړونکو په مشرۍ په بریتانیه، سویډن، ناروې او کاناډا کې ترسره شوې ده.
څېړنې موندلې ده چې په بوټو، وچو مېوو او زړو کې په طبیعي ډول د (الفا لینولینک اسید) په نوم غوړ موندل کېږي، نه یوازې د زړه له بېلابېلو ناروغیو خوندي ساتي بلکې بلکې د سرطاني ناروغیو خطر هم کموي.
الف لینولینک اسید د اومیګا تري فیټي اسید له جملې څخه دی، چې د انسان بدن ورته بنسټیزه اړتیا لري. روغتیاپالان وایي چې د روغتیا لپاره د اومیګا تري فیټي اسید شتون اړین دی، خو د انسان بدن یې د تیارولو وړتیا نلري، نو اړینه ده چې له خوړو لاسته راشي.
د یادونې وړ ده، چې په یو ګرام یادو غوړو په استعمال سره د زړه ناروغیو خطر پنځه سلنه کمېږي او ترڅنګ یې د سرطان خطر هم کموي او د هرې ناروغۍ په سبب د مړینې خطر ښکته کوي.