کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ نوې ځانګړنه به مو ډېرې ستونزې حل کړي

د وټساپ نوې ځانګړنه به مو ډېرې ستونزې حل کړي

وټساپ تل په دې هڅه کې دی چې پر خپل اپلیکیشن د کاروونکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او ددې لپاره هروخت د نوو ځانګړنو د رامنځته کولو هڅه کوي او اوس یې په دې لړ یوه په زړه پورې ځانګړنه رامنځته کړې.

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ ددې د زنګ وهلو تجربو کې غوره والی رامنځته کړي، اوس یې د نوو طریقو د وړاندې کولو اعلان کړی دی.

د وټساپ او فیسبوک ټولنیزو رسنیو مشر ول کیت کارټ د خواله رسنیو په مخکښې ویبپاڼې ټویټر پیغام خپور کړی او د وټساپ د زنګ وهلو تجربو د غور کېدو په اړه یې خبر ورکړی دی.

د وټساپ له لورې په خپره شوې ویډیو کې لېدل کېږي چې چې یو کاروونکی، چې د ګروپ غړی وي، په دې نوې طریقې سره په هر ګروپ کې د زنګ وهلو جریان سره هر وخت ځان شریکولی شي.

دغه راز په ویډیو کې لېدل کېږي، که چېرته کوم کاروونکی په ګروپي ډول په زنګ وهلو کې برخه اخیستل غواړي یا غواړي ځان ترې بهر کړي، نو کولی شي چې له خپل ګروپ چیټ څخه دا چاره ترسره کړي.

دا هم ولولئ

وټساپ د کاروونکو اوږدمهاله ستونزه حل کړه

د فېسبوک ملکیت لاندې د پیغام رسولو اپلیکیشن وټساپ، په رسمي توګه کاروونکو ته په …