کورپاڼه / روغتيا / آیا په وینه کې د دماغي ناروغیو نښې شتون لري؟

آیا په وینه کې د دماغي ناروغیو نښې شتون لري؟

د انسان تر ډېره د اکسیجن او وینې جریان په مرسته خپل فعالیتونه ترسره کوي، که چېرته په دې دواړو کې کمښت واقع شوی نو د انسان بدن له فلج سره مخ کېږي او له فعالیته غورځي.

کله چې د انسان بدن یا کومه برخه له فعالیته ولوېږي نو فلج ورته وایي او فلج یوه داسې ناروغي ده چې په سبب یې دماغ اغېزمنېږي او د بدن کومه برخه له کاره غورځي. که چېرته ددې ناروغۍ پر وخت او مناسبه درملنه وشي نو اغېز یې تر ډېره کمېدلی شي.

دغه راز ددې ناروغۍ په سبب نورې دماغي ناروغۍ هم رامنځته کېدلی شي، چې د وخت په تېرېدو پیچلی شکل غوره کوي. په دې تړاو نوې څېړنه وایي چې په وینه کې د ځینو ځانګړو کوچنيو (آر این ای) ډېروالی د دماغي ناروغیو خطر ډېروي.

دا کوچني آر این ای زموږ په بدن کې د پروټینو پیداوار او میتابولیزم کنترولوي. څېړنه زیاتوي چې ددې لپاره یو سلو دوه دیرش تنه روغ او دري پنځوس تنه داسې کسان وڅېړل شول، چې د ایم سي آی ناروغي یې لرله.

د ایم سي آی یوه داسې ناروغي ده چې د زده کړې او پوهېدلو وړتیا اغېزمنوي او همدا کیفیت په راتلونکو څو کلونو کې شدت خپلوي او ډېرې ناروغۍ رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …