کورپاڼه / خپلواک / کشمش په دې طریقه لامده او استعمال کړئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

کشمش په دې طریقه لامده او استعمال کړئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

کشمش یا مویز، چې له وچو انګورو څخه لاسته راځي، د طبیعي خوږلت یوه مهمه منبع ده او د وچو مېوې له ډلې ګڼل کېږي. دغه راز د بدن لپاره سمدستي داسې انرژۍ برابروی، چې د روغتیا لپاره هیڅ زیانمنه نه تمامېږي او له ناروغیو مخنیوی کوي.

هغه کسان چې واده یې کړی وي، هغوی دې مویز راواخلي او په اوبو کې تر څه وخته لامده او بیا دې استعمال کړي. ښایي فکر درلوېدلی وي چې ولې واده کړي یا واده شوي کسان کشمش یا مویز لامده کړي او بیا یې استعمال کړي؟ نو راځئ چې دغه پوښتنه دلته ځواب کړو.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي که چېرته کشمش یا مویز په اوبو کې لامده او بیا وخوړل شي نو ګټه به یې څو چنده شي او حیرانوونکې ګټې به ترلاسه کړئ. دوی زیاتوي چې کشمش نه یوازې د بدن د پیاوړتیا سبب کېږي بلکې د انسان دفاعي سیستم دومره پیاوړی کوي، چې موسمي ناروغۍ نشي کولی چې پر بدن اغېز پرېباسي.

که چېرته هره ورځ سهار په نهاره سره لامده شوي کشمش وخورئ نو په جوړښت کې به یې اوسپنه او ویټامین بي د بدن برخه وګرځي. دغه راز په نارینه وو کې د ټسسټوسټیران هورمون ډېروي او د ښځو وینه پوره کوي.

ددې لپاره به له ۱۵-۲۰ کشمش یا مویز راواخلئ، ښه به یې ووینځئ، بیابه یې په یو ګیلاس اوبو کې واچوئ او ټوله شپه به یې پرېږدئ، بیا چې کله سهار له خوب راپورته شوې، کشمش یې وخورئ او اوبه یې وڅښئ.

دا هم ولولئ

زموږ له کهکشان آخوا یوه نوې سیاره موندل شوې

زموږ له کهکشان څخه اخوا یوه داسې نوې سیاره موندل شوې، چې د خپل ستوري …