کورپاڼه / روغتيا / املوک ته ولې جاپانۍ مېوه وایي او ګټې یې څه دي؟

املوک ته ولې جاپانۍ مېوه وایي او ګټې یې څه دي؟

املوک د جاپانۍ مېوې په نوم سره هم یادېږي او جاپانۍ مېوه ورته ځکه ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره یې په جاپان کې حاصل ورکړی و. ددې مېوې شکل رومي ته ورته وي خو رنګ به یو څه نارنجي وي.

املوک دننه ډېر نرم وي او یوه داسې مېوه ده چې غټ او واړه یې یو ډول خوري، خو ډېر خلک یې بیاهم له حیرانوونکو ګټو څخه ناخبره دي، نو راځئ چې دلته یې په اړه ولولو:

املوک ګرم خاصیت لري، نو ځکه خو د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې باید په اعتدال کې وخوړل شي. املوک پخپل ترکیب کې ویټامین ای، ويټامین سي، پروټین، کلسیم، فاسفورس، فولاد او پوتاشیم لري.

املوک خوړل د ملا په درد کې کمښت واقع کوي او که چېرته د ستوني سوخت او نورې ستونزې حلوي، د کولمو زخم ښه کوي او پنډیکس لپاره هم ګټور تمامېږي.

ددې مېوې یوه بله ګټه داده چې د کولمو ستونزې حلوي، د هضم سیستم او معدې لپاره ګټور تمامېږي، د زړه پیاوړتیا لپاره ګټوره مېوه ده او د شکرې ناروغي هم کنترولوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …