کورپاڼه / کرکټ / پاکستان د سبانۍ لوبې لپاره سر له اوسه دولس کسیزه لوبډله اعلان کړه

پاکستان د سبانۍ لوبې لپاره سر له اوسه دولس کسیزه لوبډله اعلان کړه

پاکستان د سبانۍ لوبې لپاره، چې له هند سره ده، سر له اوسه دولس کسیزه لوبډله اعلان کړه او له دې دولس کسیزې لوبډلې به یو تن، چې ښایي محمد حفیظ او حیدر علي وي، په لوبه کې نه لوبېږي.

دغه لوبه چې د هند او پاکستان ترمنځ سبا ماښام ترسره کېږي، نه یوازې له ډېر مودې راهیسې ورته انتظار ایستل کېږي بلکې دواړه لوبډلې د ګټلو لپاره پلانونه هم نېولي دي.

اوس په دې لړ کې د پاکستان کرکت بورډ په ټویټر پاڼه دولس کسیزه لوبډله انتخاب شوې او ویل شوي چې دا لوبډله به سبا د هند پر وړاندې ولوبېږي. په یاده لوبډله کې درې چټک توپ اچونکي، دوه ورو توپ اچونکي، دوه آلراونډران او پاتې توپ وهونکي شامل دي.

په دې دولس کسیزه لوبډله کې چې بابر اعظم یې لوبډلمشري کوي محمد رضوان، فخر زمان، بابر اعظم، محمد حفیظ، حیدر علي، شعیب ملک، محمد اصف، شاداب خان، عماد وسیم، حسن علي، شاهین شاه افریدي او حارث رووف شامل دي.

لکه څنګه چې د لوبې لپاره یوازې یوولس لوبغاړي انتخابېږي، نو ښایي له محمد حفیظ او حیدر علي یو تن د لوبې برخه وي او هغه هم په غالب ګومات د حفیظ چانس ډېر دی.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …