کورپاڼه / کرکټ / د هالېنډ لوبغاړي ریان ټین ډوشیټ له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

د هالېنډ لوبغاړي ریان ټین ډوشیټ له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

د هالېنډ کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ریان ټین ډوشیټ له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. هغه دغه پرېکړه وروسته له هغې کوي چې لوبډله یې له نړیوال جام څخه بهر شوه.

هالېنډ لوبډلې چې د نړیوال جام لومړي پړاو په آی ګروپ کې له سریلانکا، ایرلېنډ او نمیبیا سره وه، درې لوبې یې وکړې خو په یوه لوبه کې یې هم بریا ترلاسه نه کړه.

د هالېنډ لوبډلې له ناکام سفر وروسته د یادې لوبډلې تکړه توپ وهونکي له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه، نوموړي خپل دغه سفر په زړه پورې او ټولو هغه لوبغاړو، رورزونکو او مینوالو یې مننه کړې چې پر وینا یې هڅولی دی.

د هالېنډ لوبډلې مشر روزونکې راین کیمبل د ریان په اړه ویلي، چې په لوبډله کې یې د هغه په شتون ویاړ کاوه، هغه هیڅکله فشار نه مانه او موږ ته راوښوده چې د هر چا پر وړاندې لوبېدلی شو.

د یادونې وړ ده، ریان د هالېنډ لوبډلې لپاره ۳۳ یو ورځنۍ او ۲۴ یې شل اوریزه نړیوالې لوبې کړې دي او په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۵۴۱ او په شل اوریزه لوبو کې یې ۵۳۳ منډې جوړې کړې دي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …