کورپاڼه / روغتيا / آیا پوهېږئ چې د ځینو خوراکي توکو ګډ استعمال زیانمن وي؟

آیا پوهېږئ چې د ځینو خوراکي توکو ګډ استعمال زیانمن وي؟

امروت، هندواڼه او اوبه:
هندواڼه پخپل ترکیب کې ۹۰-۹۵ سلنه اوبه لري نو که چېرته له پاسه پرې اوبه وڅښل شي نو د معدې لپاره ښه نه وي. همدا راز د امروتو خوراک پسې هم ژر اوبه څښل نه وي پکار، ځکه په دې سره د بدهضمۍ ستونزه پیدا کېږي.

د فلج خطر:
د مرغیو له غوښې سره مستې، له شاتو سره وطني غوړي، له هګیو سره ماهي غوښه او په مړه خېټه له خوراک وروسته لامبل د فلج خطر ډېروي.

د خېټې کولمې درد:
د مولۍ، مستو او پنیر یوځای خوړل، له مالګینې وریتې کړې غوښې سره سرکه او د اوزې غوښې سره د کوترې غوښه خوړل د خېټې کولمې د درد لامل کېږي.

د خېټې خرابي:
خټکی، هوږه او شات یوځای خوړل، له شېدو سره تروشه شیان خوړل، له ورېژو سره سرکه، له غوښې سره شات یا شېدې، له خټکې او مولۍ سره مستې، د کوترې غوښې سره پیاز او هوږه او زرک غوښې سره پنیر خوړل د خېټې یا معدې ستونزې پیدا کوي.

ماهي او شېدې:
که چېرته له ماهي سره شېدې وڅښل شي یا شات وخوړل شي، نو پر پوستکي سپین داغونه راپیدا کوي. دغه راز مستې او چای د معدې فعالیت کمزوری کوي او له مستو سره تروشه مېوه هم بدني ودې ته زیان رسوي او شېدو پسې سمدستي اوبه څښل د ټوخي لامل کېږي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …