کورپاڼه / خبرونه / اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام پیل په بریا وکړ
اسټرالیا

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام پیل په بریا وکړ

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د نړیوال جام پیل یې په بریا سره وکړ.

د نړیوال شل اوریز جام ۱۳مه لوبه د سویلي افریقا او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ نن په ابوظهبۍ کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې اسټرالیا پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې ایدین مارکرم ۴۰ او کاګیسو رباډا ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز د اسټرالیا له خوا مچل سټارک، جوش هازلووډ او اډم زمپا ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. ګلین میکسویل او پاټ کومنز هم ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۱۹ منډو هدف اسټرالیا په ۱۹.۴ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د دوی له خوا سټیو سمیت ۳۵ او مارکس سټوینیس ۲۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سویلي افریقا له خوا انریک نورجه ۲، کاګیسو رباډا، کیشو مهاراج او تبریز شمسي ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جوش هازلووډ ته ورکړل شوه، چې نوموړي په ۴ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې وې او ۲ ویکټې یې هم ترلاسه کړې وې.

د یادولو وړ ده چې نن به دویمه یا عمومي ۱۴مه لوبه د ویسټ انډیز او انګلستان لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې د افغانستان په وخت ۶ بجې پیل شي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …