کورپاڼه / خپلواک / د نامتو فلمي ستوري خور د سرطان ناروغۍ ووژله
نواز الدين صديقي

د نامتو فلمي ستوري خور د سرطان ناروغۍ ووژله

خپلواک وېبپاڼه (٨ دسمبر ٢٠١٩): د هندي سينما د نامتو فلمي ستوري نواز الدين صديقي خور چې له تېرو ٨ کلونو راهيسې د سرطان په څېر مرګونې ناروغۍ سره لاس و ګرېوان وه، اخر يې هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هندي سينما د نامتو فلمي ستوري نواز الدين صديقي خور صايمه صديقي ١٨ کلنه وه چې د سينې سرطان په ناروغۍ اخته شوه او له هغه وروسته هغې د خپلې دغه ناروغۍ درملنه پيل کړه.

صايمې صديقي ٨ کله له سرطان سره مبارزه وکړه، خو نن اته کاله وروسته د دسمبر په ٨مه نېټه هغې د ٢٦ کالو په عمر کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او سرطان ترې ژوند واخيست.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د صايمه صديقي د جنازې لمونځ به د هند په اترپردېش ايالت کې د هغې په پلرني کلي کې ترسره شي. نواز الدين صديقي چې اوس مهال د خپل راروان فلم د ثبت لپاره امريکا ته تللى دى، تراوسه پورې بېرته هند ته نه دى راغلى، نو له دې امله يې تراوسه پورې کورنۍ د جنازې د لمانځه وخت نه دى اعلان کړى.

رسنۍ وايي، چې نواز الدين صديقي د خپلې خور ډېره مرسته کوله او هغې ته يې حوصله ورکوله چې يوه ورځ به دغه ناروغۍ ته ماته ورکوي او روغه به شي، چې په دې اړه هغه ټويټ هم کړى و، خو خور يې له دغه ناروغۍ ماته وخوړه.

د يادولو ده چې نواز الدين صديقي په پيل کې په فلمونو کې واړه واړه کردارونه ترسره کول، خو اوس هغه د هندي سينما يو له نامتو فلمي اداکارانو څخه دى، چې نه يوازې په يو شمېر فلمونو کې يې مهم رولونه لوبولي دي، بلکې په ځينو فلمونو کې د اتل په توګه هم لوبېدلى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …