د هند کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي روهیت شرما د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۰۷ کال نړیوال شل اوریز جام د پایلوبې په اړه کېسه کړې ده.
روهیت شرما ویلي دي چې د یادې لوبې پرمهال کله چې مصباح الحق شاټ وواهه، نو یوراج سینګ مخ اړولی و او په دې وېره کې و، چې هسې نه سري سانت کیچ ډراپ نه کړي.
نوموړي ویلي دي، چې هماغه د مصباح الحق کیچ، چې سري سانت واخیست، هغه د نوموړي ترټولو مهم کیچ و.
هغه زیاته کړې ده، چې د جوهانسبرګ د نیوټرل لوبغالي هم د هند او پاکستان کرکټ مینوالو څخه ډک و او زه هغه وخت پوه شوم، چې د هند او پاکستان لوبډلې د لوبې چاپیریال څه ډول وي.
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۰۷ کال لومړی نړیوال شل اوریز جام ترسره شو، چې په پایلوبه کې هند او پاکستان لوبډلې سره مخ شوې، چې بیا هند په ۵ منډو اتلولي خپله کړه.