کورپاڼه / کرکټ / محمد عامر د هند او پاکستان لوبې په اړه وړاندوینه کړې

محمد عامر د هند او پاکستان لوبې په اړه وړاندوینه کړې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ اچونکي ویلي دي، په شل اوریزو لوبو کې تر هغې چې لوبه نه وي شوي، په اړه یې وړاندوینه نشي کېدلي، خو د هند او پاکستان لوبه به ۶۰/۴۰ وي.

نوموړي ویلي چې په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ګټې چانس ځکه ۶۰ سلنه دی، چې هغوی په دې وروستیو کې په دوبۍ کې آی پي اېل لیګ ترسره کړی او له هغوی ډېر څوک د هوا حالاتو په اړه نه پوهېږي.

محمد عامر زیاته کړې ده، چې د هند او پاکستان لوبه د سخت فشار لاندې ترسره شي، خو کومه لوبډله چې په فشار کې ښه لوبه وکړي، هغوی به لوبه ګټي.

هغه دغه راز ویلي دي چې بابر اعظم دا وخت په ډېر ښه فوم کې دی او که توپ وهنې ته نظر واچول شي نو اوس وخت پاکستان له هند څخه ښه توپ وهنه لري.

بل لوري ته هندي لوبغاړی سریش رینا هم یاده خبره کوي او ویلي چې دا لوبه عادي لوبه نه ده، فشار به ضرور لري او څوک چې پر فشار برلاسی شي، هماغه به ګټونکي هم وي.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …