کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي: موږ هرې لوبې ته په بشپړ چمتوالي سره ځو

ویرات کوهلي: موږ هرې لوبې ته په بشپړ چمتوالي سره ځو

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات ویلي دي، چې موږ هرې لوبې ته په بشپړ چمتوالي سره ځو، پاکستان یوه پیاوړې لوبډله ده او زه یې تل پیاوړې ګڼم.

نوموړي په یوه خبري کانفراس کې ویلي دي، موږ پر خپل ترکیب خبرې کړي، یو ښه ترکیب مو جوړ کړی او ټول به ښه لوبه کوي خو اوس یې په اړه خبرې نه کوم.

کوهلي زیاته کړې ده، موږ بشپړ چمتوالی لرو، هر لوبغاړی د ښه لوبېدو لپاره پر ځان بشپړ باور لري، لوبه فشا لري خو موږ به پر لوبه تمرکز کوو، له لوبې بهر ډېر څه پېښېږي، خو خپل فکر نشو اړولی.

هغه دغه راز ویلي دي، د لوبغالي چاپیریال هم مختلف وي خو د لوبې په اندازه کې به توپیر نه راځي، موږ په دې اړه کله هم پرېکړه نه ده کړې چې موږ د پاکستان خلاف څه ډول ریکارډ لرو، موږ د تېر ریکارډ نه ګورو، ځکه په دې سره توجه خرابېږي او موږ هرې لوبې ته په بشپړ چمتوالي سره ځو.

کوهلي دا ویلي چې هر لوبغاړی د خپل رول په اړه ښه پوهېږي، ټول لوبغاړي د خپلې وړتیا په اساس ښه لوبېږي، زه دې ته نه ګورم چې زموږ توپ اچونه اوس پیاوړې ده، که چېرته له دې وړاندې زموږ توپ اچونه کمزورې وه، نو موږ لوبې نشوې ګټلی. که چېرته ښه لوبه وکړو نو لوبه زموږ ده، موږ به له پلان سره میدان ته ښکته کېږو.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …