کورپاڼه / د لوبو راپورونه / له سریلانکا وروسته انګلستان لوبډلې هم د ویسټ انډیز پر وړاندې ریکارډ جوړ کړ

له سریلانکا وروسته انګلستان لوبډلې هم د ویسټ انډیز پر وړاندې ریکارډ جوړ کړ

تېره شپه سریلانکا د هالېنډ لوبډله د دویم ځل لپاره په لږو منډو راټوله کړه، چې ریکارډ یې هم جوړ کړ، خو نن انګلستان لوبډلې بیا ویسټ انډیز لوبډله په لږو منډو راټوله کړه او په نوملړ یې دریم ځای خپل کړ.

په نننۍ لوبه کې انګلستان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه او ویسټ انډیز لوبډله یې په ۱۴.۲ اورونو کې په ۵۵ منډو راټوله کړه.

د ویسټ انډیز لخوا هیڅ یو لوبغاړی په دې بریالی نشو، چې تر شلو پورې منډې وکړي او د انګلستان لپاره عادل رشید ۲.۲ اورونو ترسره کړل، دوه منډې یې ورکړې او څلور ویکټې یې ترلاسه کړې.

دغه راز معین علي او تامل میلز بیا دوه-دوه ویکټې واخیستې او کریس جورډن یوازې د یوې ویکټې په اخیستلو بریالی شو.

د یادونې وړ ده، چې محمد نبي هم د ویسټ انډیز پر وړاندې په تمریني لوبه کې ډېره زبردسته توپ اچونه کړې وه، هغه په ۴ اورونو کې دوه میډن کړي ول، دوه منډې یې ورکړې وې او درې ویکټې یې ترلاسه کړې وې.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …