کورپاڼه / جالب / پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ یوه نجلۍ د (حورې) په شکل کې خلکو ته ښکاره کړای شوې ده
حوره

پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ یوه نجلۍ د (حورې) په شکل کې خلکو ته ښکاره کړای شوې ده

په پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ په یو ښار کې د میلاد النبي د ورځې د لمانځلو پر مهال یوه نجلۍ هم خلکو ته وړاندې شوې ده چې د (حورې) په شکل کې ښودل شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د میلاد النبي دغه پروګرام د پاکستان په ملتان ښار کې لمانځل کېده، چې تر څنګ یې یوه نجلۍ په سپینو کالیو کې هم ورسره وه، چې د حورې په څېره جوړه شوې وه او خلکو ته ویل کېدل چې دا (حوره) ده.

په راپورونو کې ویل شوي دي، کله چې د دغه نجلۍ ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، نو د پنجاب په ایالتي پارلمان کې یې په اړه بحث هم شوی دی او ویل کېږي چې دوسیه هم پرې ثبت شوې ده.

په راپور کې ویل شوي دي، چې دغه نجلۍ په اصل کې یوه ټک ټاکره ده، چې په ټک ټاک کې ویډیوګانې جوړوي، خو د میلاد النبي په ورځ خلکو ته وړاندې شوې ده چې دا حوره ده او زیارت یې وکړئ.

په ټولنیزو رسنیو کې هم په دغه کار باندې خلکو سختې نیوکې کړې دي او ډېری خلکو بیا دا هم ویلي دي، چې د یوې مبارکې ورځې د بدنامولو هڅې خلکو روانې کړې دي.

دا هم ولولئ

د ژمي په موسم کې د واده کولو په زړه پورې ګټې

د ژمي موسم، یو داسې موسم دی چې په عموم کې یې هر څوک خوښوي، …