کورپاڼه / جالب / د یو ناروغ له خېټې ۷۷ پونډه وزن لرونکی پښتورګی ایستل شوی

د یو ناروغ له خېټې ۷۷ پونډه وزن لرونکی پښتورګی ایستل شوی

څو میاشتې وړاندې د بریتانيې یو اوسیدونکې وارن هیګز پښتورګي له خپلې اندازې د غټوالي او زیات وزن له امله ایستل شوي وو، چې ټول وزن یې ۷۷ پونډه وو. که څه هم دا تر اوسه پورې ترټولو غټ پښورګی ګڼل کېږي، خو د غټوالي په سبب یې د هیګز ژوند په خطر کې اچولی و.

د معلوماتو له مخې؛ وارن هیګز د پولی سسټیک کډني ډیزیز (PKD) په نوم ناروغي درلوده، چې په همدې سبب پښتورګي یې دومره غټ شوي ول، چې هغه لپاره یې پاڅیدل، کېناستل او قدم وهل ستونزمن کړي ول. یوازې دا نه بلکې خېټه یې هم ورته پړسولې وه.

د هغه حالت ته په کتو د اکسفورډ د چرچیل روغتون ډاکټرانو پریکړه وکړه، چې دواړه پښتورګي عملیات او وباسي، که نه نو ناروغ به مړ شي.

له دوه ساعته عملیات وروسته، د وارن هیګز پښتورګي وایستل شول او کله چې یې وزن معلوم کړ، نو د نورمال او سالم انسان پښتورګو په پرتله پنځه ځله غټ ول او ۷۷ پونډه وزن درلوده، چې د غټوالي او وزن لحاظه نړیوال ریکارډ هم دی.

له دې وړاندې د ترټولو د زیات وزن لرونکې پښتورګي مخکینی نړیوال ریکارډ له یوه هندي سره و، چې وزن یې ۱۶.۳ پونډه و. هغه هم د ژوند د ژغورلو لپاره عملیات کړي ول.

که څه هم وارن هیګز له درد او غټو پښتورګو خلاص شو، خو هره دریمه ورځ به د ډایلیسس درملنه کوي چې ځورونکې چاره ده. دغه راز د هغه ناروغانو په ډله کې یې هم نوم لیکنه کړې، که څوک د مرستې په ډول ګردې ورکړي.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …