کورپاڼه / خپلواک / پښتنه هنرمنده نيشم ته: زما د بچو پلار شه
جيمي نيشم او سحر شينوارې

پښتنه هنرمنده نيشم ته: زما د بچو پلار شه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ اګست ٢٠١٩): د پاکستان يوې پښتنې هنرمندې د نيوزيلېنډ کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر ته په ټويټر باندې کمنټ کړى او ورته يې ليکلي دي، چې ايا غواړې په راتلونکې کې زما د بچو پلار شې؟

د رسنيو د راپورونو تر مخه، د نيوزيلېنډ تکړه الراونډر جيمي نيشم ته د پاکستان يوې پښتنې هنرمندې په ټويټر باندې د واده وړانديز کړى دى. د پاکستان د اې وي ټي خېبر ټلويزيون هنرمندې سحر شينوارې د جيمي نيشم په يوه ټويټ باندې کمنټ کړى او ورته يې ليکلي دي، ايا په راتلونکې کې زما د بچو پلار جوړېدل غواړې؟

د پاکستان د دغه پښتنې هنرمندې کمنټ ته جيمي نيشم هم بېرته ځواب ورکړى دى، که څه هم هغه ورته مخامخ نه دي ويلي، خو د هغې د واده وړانديز يې رد کړى دى. جيمي نيشم ورته ليکلي، نور خو هر څه سم دي، خو دا ايموجيز لازمي نه و.

په خپل کمنټ باندې د جيمي نيشم ځواب پښتنه هنرمنده سحر شينوارې سخته خوشحاله کړې او هغې ياد کمنټ سکرين شاټ کړى او بيا يې په خپل اکاونټ د خپلو مينه والو سره هم شئير کړى دى.جيمي نشم

سحر شينوارې چې په پېښور کې د پښتو ټلويزيون (خېبر) سره کار کوي او ويل کېږي چې هغه د اداکارۍ تر څنګ په دغه ټلويزيون کې يوه خپرونه هم وړاندې کوي.

د يادولو وړ ده چې د نيوزيلېنډ کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر جيمي نيشم نه يوازې دا چې ښه لوبه ترسره کوي او د خلکو په خوله وي، بلکې هغه د ټوکي ټويټونو لپاره هم مشهور دى. ډېرى وخت خو د هغه ټويټونه ډېر زيات خلک شريک کړي، چې د هندۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي په تړاو کړى يو ټويټ خلکو ډېر خپور کړى و او هنديانو پرې سختې نيوکې هم کړې وې.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …