کورپاڼه / جالب / په بستره کې آرامه څملئ، فلمونه وګورئ او پیسې ترلاسه کړئ

په بستره کې آرامه څملئ، فلمونه وګورئ او پیسې ترلاسه کړئ

که چېرته غواړئ چې ټوله ورځ پر بستره آرامه څملئ او فلمونه وګورئ او ترڅنګ یې ښې پیسې هم وګټئ نو ستاسو لپاره یو عالي فرصت په لاس درغلی.

د کرافټ بیډز په نامه یوه بریتانوي شرکت، چې ګران بیه او هوسا توشکونه جوړوي، اعلان کړی چې د خپلو توشکونو د ازمایښت لپاره داسې چا ته اړتیا لري، چې ټوله ورځ د دې شرکت له خوا چمتو شوي توشک باندې استراحت وکړي او فلمونه وګوري.

شرکت زیاته کړې، که چېرته کوم څوک دې کار ته اماده وي نو دوی ورته په کلني ډول څلرویشت زره پاونډ ورکوي.

د شرکت له لورې دې موقف ته د (توشک ازمایونکې) نوم ورکړی او هغه څوک چې دا چاره ترسره کوي، هغه به په ټوله اوونۍ کې ۳۷.۵ ساعته په بستره کې تېروي او (Netflix) کې به فلمونه ګوري او په اوونۍ کې د پنځه ورځو د کار موده په ورځني ډول ۷.۵ ساعته کېږي

طریقه داده چې د هر اوونۍ پیل کې د شرکت له لورې یوه نوې توشک ورکول کېږي او ترڅنګ یې د توشک په اړه سروې هم کېږي او له اوونۍ وروسته به د سروې فورم ډکوې او بیا نوې توشک درکوي.

د کرافټ بیډز شرکت یوه اعلامیه کې راغلي چې شرکت غواړي د خپلو توشکونو غوره کیفیت ډاډمن کړي او دا نوې چاره د ورته هدف لپاره رامینځته شوی. دغه راز غوښتونکی ته یې شرایط هم ایښي، چې باید د 18 کالو څخه ډیر عمر ولري او په انګلستان کې استوګن او تبعه یې وي.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …